حق وحقدارته رسول دعدالت په تأمینولو او دقانون په پلی کولو رامنځته کېږی

دغه څرګندونی د سې شنبې په ورځ کندهار والی حیات الله حیات په ولایت مقام کی د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی د مخنیوی د کمیسیون د غونډی پرمهال وکړې، چی پکښی د عدلی، قضایی، نظامی او د اړوندو دولتی ادارو مسؤلینو او استازو ګډون کړی وو.

په غونډه کی د ځینو ادارو مسؤلینو د ښځو د تاوتریخوالی اړوند د پېښو په اړه د ثبت سوی دوسیو معلومات وړاندی کړه.

په غونډه کی لومړی د اړوندو ادارو مسؤلینو په تېرو ۳ میاشتو کی د خپلو لاسته راوړنو په اړه لنډ ګزارشونه له کندهار والی سره شریک کړه، چی پرمهال یې د ښځو چارو رئیسې وویل، چی د ښځو پروړاندی د تاوتریخوالی ۵۶ قضیې، چی پکښی ( طلاق، میراث، نفقه نه ورکول، په زوره واده کول، وهل او ډبول ) شاملی دی له یاد ریاست سره ثبت سوی دی، چی په خبره یې ۱۳ قضیې د دغه ریاست لخوا د جانبینو ترمنځ حل اوفصل سوی.

د غونډی په دوام د عدلیې ریاست رئیس نیک محمد احمدی وویل، د مېرمنو پروړاندی د تاوتریخوالی ۱۵ قضیې له دغه ریاست سره ثبت سوی، چی ۶ محکمې او څارنوالۍ ته د حل په موخه لېږل سوی او د پاته ۹ یې بررسی جریان لری.

همدارنګه د عامی روغتیا ریاست رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا هم د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی اړوند وویل، چی د دوئ له ریاست سره ۳۵ قضیې ثبت سوی، چی ۲ د مېرمنو د مړینی او ۳۲ یې د کندهار ښار او ولسوالیو په کچه د وهلو ډبولو دی، چی په خبره یې په یادو ۳۵ قضیو کی ۲ قضیې له هلمند او ۱ هم له زابل څخه ده.

دغه راز په غونډه کی د بشری حقونو د خپلواک کمیسیون رئیس د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی د ۲۱ قضیو یادونه وکړه، چی په خبره یې ۸ یې د حل په موخه عدلی او قضایی ارګانونو ته استول سوی او د ۱۳ نورو بررسی یې جریان لری.

په ورته وخت کی کندهار والی حیات الله حیات د خپلو خبرو پرمهال وویل حق و حقدار ته رسول د عدالت په تأمینولو او قانون په پلی کولو سره رامنځته کېږی، نوموړی پر د اړوندو دولتی ادارو پر مسؤلینو باندی ټینګار وکړ، چی د قانون په پلی کولو کی لا هم هڅه وکړی ترڅو په ټولنه کی په بشپړ ډول عدالت تأمین سوی او حق و حقدار ته رسول سوی وی.

ښاغلی حیات وویل، چی اړوند ادارې دی په خپلو منځونو کی لا هم همکاری او همږغی په وجود راوړی، چی په دې سره به وخت پر وخت د ټولنی د ټولو اوسېدونکو ستونزو ته لاسرسی سوی وی.

نوموړی د کندهار د حج او اقافو د ریاست رئیس ته لارښوونه وکړه، چی د مساجدو ملا امامانو ته سپارښتنه وکړی، څو د ممبر له لاری د ښځو د حوقوقو د خوندیتوب ږغ پورته کړی، ترڅو د کندهار ښار ترڅنګ په لېری پرتو سیمو کی هم ټوله د ښځو له حقوقو څخه اګاه سوی وی.

دغه راز په غونډه کی پر یو شمېر نورو مهمو قضیو هم بحث وسو او د ګډونوالو لخوا د هغه د حل په برخه کی لازمی مشورې تبادله سوی.

خبریال: احمدشاه شاداب

x

دا هم وګورئ

د جمهوری ریاست پر ټاکنو ١۴۵میلیون ډالر لګښت راځی

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایی د ولسمشرۍ په ټاکنو کې به له بایومیتریک ...