هلمند کی هر کال ۶۰۰ میټریک ټنه د شفتالوحاصلات ترلاسه کیږی

د هلمند د کرنی رئیس وایی هرکال په دې ولایت کی شپږ سوه میټریک ټنه د شفتالو حاصلات راټولیږی اومارکیټ ته وړاندی کیږی.

د کرنی ریاست چارواکی وایی، سږ کال به هلمند کی پر یو سل او پنځوس جریبه مځکه د شفتالو نور بڼونه هم جوړ سی.

د کوکنارو د کر او تولید له امله د هلمند نوم پر ټوله نړۍ بد دی.

په حققیت هم دلته خورا ډېر کرونده ګر پر دې کر بوخت دی ، ځکه د نورو حاصلاتو لپاره سم مارکېټ نه و.

اوس د کرنی رئیس انجنیر زلمی الکو وایی : د میوو د باغونو د جوړونی ، معیاری کولو او مارکېټ موندلو لپاره یی هڅی پیل کړی دی.

د ده په وینا د شفتالو له بڼونو هلمندیان ښې پیسې ترلاسه کوی.

الکو وایی :دلته بڼوال هر کال ۶۰۰ شپږ سوه میټریک ټنه تولیدات ترلاسه کوی ، چی خورا ښه مارکېټ هم لری.

دی وایی : سږ کال به د ټول هلمند په کچه ۱۵۰ جریبه مځکه کی نور باغونه هم جوړ سی.

په  لښکرګا ، باباجی او ناوې ولسوالیو کی د شفتالو باغونه سته .

دا وخت د شفتالو د میوو د راټولولو دی ، کارکونکی بوخت دی ، چی میوه په کریټونو کی ځای پر ځای کړې ، او د لښکرګا ښار میوې مارکېټ ته یی ورسوی.

دوی وایی شفتالو یی د رنګ او خوند له لحاظه بې ساری دی ، او یو من یی له درې سوه ترڅلورسوه نرخ لری.

مګر د هلمند باغوال بیا هم خپلو حاصلاتو ته نړیوال بازار غواړی ، چی تراوسه لا دا امکانات سره د ډېرو ژمنو چارواکو نه دی چمتو کړی.

د لښکرګا ښار هټیوال د میوو په خاصه توګه شفتالو لپاره بازار ښه بولی او وایی ، ګیراکان د هلمند میوې خوښوې ، ځکه خوند او رنګ یی تر نورو ډېر ښه دی.

د هلمند بڼوال وایی : له یوه جریبه باغ څخه پر هر فصل تر ۱۴ لکه افغانیو عاید ترلاسه کوی ، چی دغه رقم د کوکنارو له کښته څخه نسی ترلاسه کولای.

د کرنې ریاست مسئولین وایی : دوی په ۱۰۳ هکتاره مځکه کی د شفتالو باغونه او د دې ونو ډول ، ډول نمونې لری ، چی پر ښه وخت حاصل ته رسیږی او بازار ته وړاندی کیږی.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

x

دا هم وګورئ

د جمهوری ریاست پر ټاکنو ١۴۵میلیون ډالر لګښت راځی

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایی د ولسمشرۍ په ټاکنو کې به له بایومیتریک ...