کندهارکی دخوراکی توکو نرخونو کی لوړوالی راغلی او خلګ یې دکښته کېدو غوښتنه کوی

کندهار کی د روژې میاشتی د پېل سره سم د اوړو، غوښو او نورو خوراکی توکو په نرخ کی د پام وړ زیاتوالی راغلی او خلګ شکایت کوی، چی د رانیولو توان یې نه لری.

بلخوا دکندهار ولایت مقام د نرخونو د کنټرو لپاره کمېسیون ټاکلی او  ډېر هغه دوکانداران یې جریمه کړی، چی تر ټاکلی نرخ یې په لوړه بیه توکی پلورل.

د روژې مباکی میاشتی په راتلو په کندهار ښار کی د نورو کلونو په څېر دوکاندارانو د خوراکی توکو په بیه کی لوړوالی راوستلی، چی ډیری غریب او بیوزله هیوادوال یې د رانیولو توان نه لری.

عام هیوادوال وایی، د اوړو او غوښو او نورو خوراکی توکو د لوړو نرخونو د پرېکولو وس نه لری او پر دولت ږغ کوی، چی نرخونه کنټرول کی، ترڅو غریبان هم وکولای سی په سم ډول روژه مات او پېشلمی وکی.

دوکانداران هم د خلګو ستونزه پر ځای بولی، خو وایی، موږ ته د عمده پلورونکو له خوا خوراکی توکی په لوړه بیه راکول کېږی، ځکه نو موږ مجبور یو، چی پر خلګو یې په لوړه بیه وپلورو.

ددوی په وینا د بهرنۍ کرنسۍ لوړېدل، ددوکانونو د کرایې لوړوالی او د عمده پلورونکو لخوا دوی ته په لوړه بیه د توکو ورکول ددې لامل سوی، چی په بازار کی د توکو بیه لوړه سی.

بلخوا د روژې میاشتی د راتلو سره سم دکندهار ولایت مقام له خوا د نرخونو د کنټرول لپاره یو کمېسیون وټاکل سو، چی هره ورځ به د ښاروالۍ د ټاکل سوی لایحې سره د نرخونو کنټرول کوی.

خو لا هم لیدل کېږی، چی دخوراکی توکو په نرخونو کی کموالی نه دی راغلی.

د نرخونو د کنټرول د کمیسیون غړی آغاولی بارانی وایی، تر دې مهاله یې ګڼ شمېر هغه دوکانداران، چی خوراکی توکی یې د ښاروالۍ د لایحې څخه په لوړه بیه پلورل جریمه سوی او د ځینو یې دوکانونه هم ورتړلی دی.

هغه زیاته وی، چی دخوراکی توکو د بیی د کنټرول دالړۍ به دوام ولری او هر هغه دوکاندار به نقدی جریمه کړی، چی پر خلګو تر ټاکلی نرخ په لوړه بیه خوراکی توکی خرڅوی.

دا په داسی حال کی ده، چی د نړۍ په نورو هیوادونو کی د مقدسو ورځو په راتلو د خوراکی او غېر خوراکی توکو بی نمایی ټټېږی، خو په افغانستان کی د روژې مبارکی میاشتی په راتګ نرخو دوه برابره زیآتېږی، چی دینی عالمان د سوداګرو دا کړنه د اسلامی، بشری او اخلاقی ارزښتونو خلاف بولی.

x

دا هم وګورئ

د جمهوری ریاست پر ټاکنو ١۴۵میلیون ډالر لګښت راځی

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایی د ولسمشرۍ په ټاکنو کې به له بایومیتریک ...