کندهار والی د استناف څارنوالۍ او عدلیې ریاستونو څخه له نژدې لیدنه وکړه

د سې شنبې په ورځ کندهار والی حیات الله حیات د استناف څارنوالۍ او عدلیې له ریاستونو څخه د چارو د ارزونی په موخه له نژدې لیدنه وکړه، چی پرمهال یې د یادو ریاستونو رئیسانو هم حضور درلود.

لومړی د یادو ریاستونو مسؤلینو کندهار والی ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د نوموړی د هڅو قدردانی وکړ او له دولتی ادارو څخه یې د کندهار د والی دا ډول لیدنی ګټوری وبللې.

هغوئ ښاغلی حیات ته له خپلو اړخونو ولس ته د ښه خدمت کولو او چارو د لا ښه سمون په موخه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چی هڅه کوی چی د ولس ستونزو ته وخت پر وخت د حل په موخه لاسرسی وکړی.

کندهار والی حیات الله حیات د یادو ادارو ترڅنګ د ټولو دولتی ادارو پر همږغۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چی دا د دولتی مامورینو مکلفیت دی، څو وخت پر وخت د ولس ستونزی واوری او د هغه د حل په برخه کی له هری قانونی لاری ګټه واخلی.

دغه راز ښاغلی حیات وویل، چی پر عدلی او قضایی ارګانونو باندی د ولس باور زیات دی، چی په خبره یې قانون باید پر ټولو باندی یو شان پلی کړل سی، څو حق حقدار ته رسېدلی او د ولس باور لا هم پر دولت باندی زیات سوی وی.

 

x

دا هم وګورئ

د جمهوری ریاست پر ټاکنو ١۴۵میلیون ډالر لګښت راځی

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایی د ولسمشرۍ په ټاکنو کې به له بایومیتریک ...